د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ کاناډا ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر افغان خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره وکتل.
دغه غونډه د افغانستان لپاره د کاناډا د ځانګړی استازی ډیویډ سپرول او په دغه هېواد کې د آغا خان بنسټ پخوانۍ استازې نورجهان مومنی په ګډون د سه شنبې په ورځ د( لړم په ۱ نېټه) د ټورنټو په ښار کې د بیان د ازادۍ په ماڼۍ کې جوړه شوه.
په دې کتنه کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خبریالانو او رسنیو پر مخ په زیاتیدونکو ننګونو خبرې وشوې.
په دې ناسته کې خبریالانو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ناوړه وضعیت په اړه خپل وړاندیزونه او اندېښنې د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی سره شریکې کړې.
همدارنګه د دې غونډې په پای کې د بیان د ازادۍ کور ریچارډ بینیټ ته په تیرو دریو کلونو کې د افغان خبریالانو، بشری حقونو او په افغانستان کې د بیان د ازادۍ د ملاتړ په برخه کې د هغه نه ستړی کیدونکی خدمتونه وستایل.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو له تېرو درېیو کلونو راهیسې افغان رسنۍ او خبریالان سخت ځپلی دی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس