زابل ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین واېی، چې په دې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۲ تنه مړه شوی او اته تنه نور ټپیان دی. د زابل له پاره د طالبانو د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوی راز محمد وایی، د سېلابونو راوتو له کبله […]
زابل ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسوولین واېی، چې په دې ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۲ تنه مړه شوی او اته تنه نور ټپیان دی.
د زابل له پاره د طالبانو د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مولوی راز محمد وایی، د سېلابونو راوتو له کبله په دغه ولایت کې ۳۲ تنه مړه شوی او اته تنه نور ژوبل دی.
نموړی زیاتوی، د وروستیو سیلابونو ډیری قربانیان د زابل د نوبهار او دای چوپان ولسوالیو اوسیدونکی دی.
د هغه په وینا، تر دې دمه یې ۲۶۶۸ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته ترسره کړې چې له هغه جملې ۱۴۹ سېلاب ځپلو سره مرستندویه موسېساتو کومکونه کړی.
راز محمد وویل، د ۳۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سروې یې ترسره کړې او پلان لری تر څو مرستې ورسره وکړی.
ده وایی، د راتلونکو سېلابونو له پاره یې پوره چمتووالی نیولی او که کوم څه پېښ شی نو عاجل به رسیدګی ورته وکړی.
خبرگزاری زنان افغانستان