زابل کې ځایی سرچینې وایی، نن سهار د دغه ولایت په مرکز «قلات» ښار کې د ترافیکی پېښې له امله ۴ کسان مړه شوی. ویل کېږی، دا پېښه له یوه ټرېلر سره د سراچه ډوله موټر د ټکر له امله شوې ده. په ورته وخت کې سیمهییزو چارواکو د پېښې په تایید ویلی چې دا […]
زابل کې ځایی سرچینې وایی، نن سهار د دغه ولایت په مرکز «قلات» ښار کې د ترافیکی پېښې له امله ۴ کسان مړه شوی.
ویل کېږی، دا پېښه له یوه ټرېلر سره د سراچه ډوله موټر د ټکر له امله شوې ده.
په ورته وخت کې سیمهییزو چارواکو د پېښې په تایید ویلی چې دا ټکر نن، یکشنبه، د زمری ۹مه سهار شاوخوا ۶ بجې د قلات ښار اړوند په «نورک» سیمه کې شوی دی.
د چارواکو په وینا، چې په پېښه کې د یوې ښځې په ګډون درې نارینه مړه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په همدې ولایت کې د ترافیکی پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی و.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو د ترافیکی پېښو راپورونه ډېر شوی، چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطی، خراب سړکونه، ګړندی تګ او ترافیکی اصولو ته نهپاملرنه بلل شوی دی.