سبرینا اوګولینی افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیره وټاکل شوه
سبرینا اوګولینی افغانستان لپاره د ایټالیا نوې سفیره وټاکل شوه
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، سابرینا اوګولیني یې په افغانستان کې د دغه هېواد د نوې سفیرې په توګه ټاکلې ده.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت وایی، سابرینا اوګولینی یې په افغانستان کې د دغه هېواد د نوې سفیرې په توګه ټاکلې ده.

پراېکس د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوی، چې مېرمن اوګولینی به په موقت ډول د قطر له دوحې څخه د افغانستان اړوند چارې سمبالوی.

له دې وړاندې ناتالیا کوینتاویل له دوحې د افغانستان اړونده د ایټالیا د سفارت چارې د شارژدافېر په توګه ترسره کولې.

د ایټالیا نوی سفیرې ویلی دی چې د بشری او ښځو حقوق به یې له کاری لومړیتوبونو څخه وی.

نوموړې د اېټالیا د حکومت په بېلابېلو ادارو کې کار کړی او وروستۍ دنده یې د بشری حقونو په برخه کې د بین الوزارتی کمېټې مشری وه.

مګر اېټالیا تراوسه طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس