سویل لوېدیځه حوزه کی د یونیسف نوی مشر له کندهار والی سره تعرفی لیدنه وکړه
سویل لوېدیځه حوزه کی د یونیسف نوی مشر له کندهار والی سره تعرفی لیدنه وکړه

د سې‌شنبې په ورځ سهار ولایت مقام کی په سویل لوېدیځه حوزه کی د یونیسف نوی مشر «پرانسیس بوسکی بوټوچی» له کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا سره تعرفی لیدنه وکړه، چی پرمهال یې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوی عبدالشکور حقانی هم حضور درلود. د لیدنی په پیل کی په سویل لوېدیځه حوزه کی […]

د سې‌شنبې په ورځ سهار ولایت مقام کی په سویل لوېدیځه حوزه کی د یونیسف نوی مشر «پرانسیس بوسکی بوټوچی» له کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا سره تعرفی لیدنه وکړه، چی پرمهال یې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوی عبدالشکور حقانی هم حضور درلود.

د لیدنی په پیل کی په سویل لوېدیځه حوزه کی د یونیسف نوی مشر «پرانسیس بوسکی بوټوچی» د خپل ځان او په سویل لوېدیځه حوزه کی د یونیسف د خدماتو په اړه بشپړ معلومات کندهار والی ته وړاندی کړل، چی زیاته یې کړه، یونیسف په سویل لوېدیځه حوزه کی د پولیو، پاکو اوبو رسولو، پوهنی او ګڼو نورو برخو کی خپل خدمات د کوچنیانو او ښځو لپاره ترسره کوی.

وروسته کندهار والی حاجی محمدیوسف وفا لومړی په سویل لوېدیځه حوزه کی د یونیسف نوی مشر «پرانسیس بوسکی بوټوچی» ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کی یې د ولایتی ادارې په استازیتوب ورته د هرډول همکاریو ډاډ وړاندی کړ او د خپلو خبرو په وروستیو کی یې ورڅخه وغوښتل، ترڅو یونیسف د کندهار ټولو ولسوالیو ته خپل خدمات وغځوی.