سږ کال په ننګرهار کې د ځمکنی توت په حاصل کې زیاتوالى راغلى
سږ کال په ننګرهار کې د ځمکنی توت په حاصل کې زیاتوالى راغلى

د ننګرهار کرنې ریاست مسئولین وایی، چې سږکال په دې ولایت کې د ځمکنی توت حاصل ۱۷۰ ټنه اټکل شوی، دوی وایی دا میوه د کوکنارو ښه بدیل دی او د کر پراختیا په موخه یې هڅې کوی. کروندګر د ځمکنی توت د ډېر حاصل ورکولو له امله خوښ دی او وایی چې هم یې […]

د ننګرهار کرنې ریاست مسئولین وایی، چې سږکال په دې ولایت کې د ځمکنی توت حاصل ۱۷۰ ټنه اټکل شوی، دوی وایی دا میوه د کوکنارو ښه بدیل دی او د کر پراختیا په موخه یې هڅې کوی.

کروندګر د ځمکنی توت د ډېر حاصل ورکولو له امله خوښ دی او وایی چې هم یې خپل ځانته او هم یې نورو ځوانانو ته د کارزمینه برابره کړې. دوى د کرنې له ریاست څخه غوښتنه کوی چې لدوى سره د سرې، درملو او شنو خونو جوړولو کې مرسته وکړی؛ ترڅو وکولی شی چې په څلورو فصلونو کې ځمکنی توتان بازار ته په ښه بیه وړاندې کړی.
بل لورته د ځمکنی توت پلورونکی وایی چې ډېر مشتریان لری او هره ورځ کافی اندازه توت پلوری، چې لاس ته یې ښه عاید راځی.
جلال آباد ښار کې یو تن ځمکنی توت پلورنکى عبدالرحمان وایی” هره ورځ ۱۶ یا ۱۷کیلو ځمکنی توتان پلورم چې خوشبختانه ډېر پیرونکی لرم لدې طریقه ښې پیسې لاسته راوړم او خپلو بچیانو ته حلاله نفقه د همدې لارې برابروم”
سږ کال په ننګرهار کې ځمکنی توتان د ننګرهار په پنځو ولسوالیو کې چې خوږیاڼو،ګوشتې،دره نور،کامې او سره رود ولسوالی دی په ۳۵۰جریبه ځمکه کرل شوی.
د ننګرهار د کرنې ریاست د مسٶلینو په وینا په حاصل کې یې د تېرکال په پرتله ۲۰ټنه زیاتوالى راغلى چې حاصل یې ۱۷۰ټنو ته رسېږی.
له بله پلوه د نورستان ولایت مرکز پارون کې د ځمکنی توت د کرنې ترویج او تکثیر په موخه دوه ننداریزې قطعی جوړ شوې.
د نورستان د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دکرنیزو چارو آمر محمد حنیف افغان وایی هڅه کوی چې په نورستان کې ځمکنی توت ترویج کړی او په راتلونکی کې دا لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځوی.
د یادونې وړ ده چې ځمکنی توتات له څو کلو راهیسې د ننګرهار په شمول نورو ولایتونو کې هم کرل کېږی چې د بزګرانو په وینا ښه پایلې په ورکولو یې کر مخ په زیاتېدو دى.