طالبانو او ښځو لپاره اجباری حجاب؛ د سرغړوونکو ولی ته به سزا ورکول کېږی
طالبانو او ښځو لپاره اجباری حجاب؛ د سرغړوونکو ولی ته به سزا ورکول کېږی

د طالبانو امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلی، چې مسلمانو اصیلو او بالغو ښځو لپاره د “شرعی حجاب رعایت کول” فرض او ضروری دی او چادری د “حجاب” ترټولو بهترین ډول دی. دغه طرحه چې نن (شنبه، ۱۷ د ثور) خپره شوې او یوه نسخه چې یې رسنیو ته رسیدلې پکې راغلی، د […]

د طالبانو امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویلی، چې مسلمانو اصیلو او بالغو ښځو لپاره د “شرعی حجاب رعایت کول” فرض او ضروری دی او چادری د “حجاب” ترټولو بهترین ډول دی.

دغه طرحه چې نن (شنبه، ۱۷ د ثور) خپره شوې او یوه نسخه چې یې رسنیو ته رسیدلې پکې راغلی، د حجاب به نوم تور رنګه جامه هم شرعی ده خو، زیاتوی چې “نازک او تنګ” باید نه وی.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په دغه طرحه کې بې حجابه میرمنو ته “سزا” هم په نظر کې نیولې ده.

چې په دغه طرحې کې ” لومړی د بې حجابه مېرمنې کور په نښه کړل شی، د هغې ولی ته یې توصیه وشی او تنبیه دې کړل شی. دویم کې ولی یې اړوند ریاست ته احضار کړل شی. په درېیم کې ولې یې درې ورځې حبس شی. او په څلورم کې یې ولی محاکمو ته وسپارل شی، چې په مناسبه سزا محکوم کړل شی.”

د طالبانو دې طرحه کې راغلی: “چادری‌ چې هېواد کې له پېړیو را په دې خوا د افغانی باعزته کلتور برخه ده،‌ د شرعی حجاب بهترین ډول دی.‌”

د طالبانو په دې نوې طرحه کې دا یادونه هم شوې چې افغانستان کې اوس ۹۹ سلنه ښځې شرعی حکم حجاب مراعتوی‌ او پاتې نورې دې هم دغه شرعی واجب حکم مراعت کړی.‌

د طالبانو حکومت لخوا ویل شوی چې “رسنۍ او منبرونه دې د حجاب د حکم، ګټو، اهمیت او د بې حجابۍ زیانونه بیان کړی”.‌

په دې کې دا هم ویل شوی چې کومې ښځې دولتی ادارو کې کار کوی او حجاب نه مراعاتوی، نو له دندې دې وایستل شی.‌

دغه محدودیتونه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی.
پاته دی نو وی چی پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر ښځو محدویتونه ډېر شوې دی.
دا د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو د ازادۍ پر وړاندې وروستی بندیزونه دی.

واک ته د طالبانو رسیدو سره سم د شپږم ټولګی پورته ښوونځې د نجونو پرمخ وتړل شول او همدارنګه په ډیری دولتی ادارو کې ښځو ته د کار کولو اجازه نده ورکړل شوې.