د افغان ښځو لپاره د امریکا
ځانګړې استازې رینا امیری وایی، د افغانستان خلکو سره به زموږ ملاتړ دوام لری، خو طالبانو ته مو د صبر کاسه مخ په نسکورېدو ده.
نوموړې په خپل اېکس اکونټ لیکلی، قطر او متحده عربی اماراتو کې مې د طالبانو د امربالمعروف قانون په اړه چې موخه یې له عمومی ژونده د ښځو حذفول دی، خپلې اندېښنې وړاندې کړې.
د هغې په ټکو زموږ پیغام روښانه دی او هغه دا چې په کورنی او نړیواله کچه مشروعیت ته د پرانیستو لار د افغانستان د خلکو حقونو ته درناوی کول دی.
رینا امیری داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې طالبانو د امربالمعروف وزارت د نوی قانون له مخې د افغانانو او په ځانګړی ډول د ښځو پر ژوند سخت او افراطی بندیزونه لګولی دی، هغه څه چې په پراخه کچه یې غبرګونونه پارولی دی.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس