طالبانو دجمهوری دولت یو پخوانی سرتېری په وهلو کوما ته رسولی دی 
طالبانو دجمهوری دولت یو پخوانی سرتېری په وهلو کوما ته رسولی دی 
په پکتيکا ولايت کې د جمهوري دولت يو سرتېری د طالبانو لخوا سخت وهل شوی دی چې دا مهال په روغتون کې د کوما په حالت کې دی.

په پکتیکا ولایت کې د جمهوری دولت یو سرتېری د طالبانو لخوا سخت وهل شوی دی چې دا مهال په روغتون کې د کوما په حالت کې دی.

د سرچینې په خبره د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې د باز ګل په نوم د جمهوری دولت یو پخوانی سرتېری چې په یوه پښه معلول هم دی،

د یوه کلیوال سره تر لفظی شخړی وروسته طالبانو دومره وهلی چې د کوما حالت ته یې رسولی دی.

سرچینه وایی، باز ګل لومړی د مرکز ښرنې روغتون ته وړل شوی دی چې له هغه ځایه یې ځواب کړی دی او وروسته یې د کابل شیخ زاهد روغتون ته رسولی دی، خو اوس د شیخ زاهد روغتون لخوا هم ورته ویل شوی چې د دې کس ژغورل ستونزمن کار دی.

 

دافغانستان ښځو خبرې اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس