طالبانو د سروبی ولسوالۍ مرکز ګازینو ښارګوټی او لب دریا کلیو کې شاوخوا درې سوه کورونه ویجاړ کړی او خلکو ته یې له دې ساحې د وتلو امر کړی دی.
له دغه کلی څخه یو شمېر قومی مشرانو سرچینو ته وویل ، چې دوی له تېرو دېرشو کلونو راهیسې پر دې ځمکه اباد وو او په داسې حال کې چې دغه ځمکه د کوم ماسټر پلان برخه نه ده او نه پرې کوم سړک تېرېږی، خو بیا یې هم اوسېدونکی ترې وشړل شول.
دوی وایی، کابل او کندهار ته یې عریضې یوړې او د سیمې د تخلیې لپاره یې وخت وغوښت، خو ځایی طالب مسوولینو پرې برق او د اوبو نلونه بند کړل او بالاخره یې تېره ورځ یې د دغه جل وهلو خلکو خامه کورونه هم په بلیدوزر ونړول: «موږ چېرته ولاړ شو؟
په دې وطن کې په یوه ټوټه ځمکه د اوسېدو حق لرو او کنه؟
که د دولت ځمکه هم وی، خو په قسط وار ډول دې له خلکو یو مناسب قېمت واخیستل شی.
په ټول وطن کې یې په خلکو کورونه وران کړل، د تېښتې لار هم راباندې بنده ده.
له پاکستان او ایران یې هم وشړلو، اخر موږ چېرته ولاړ شو!؟»
د سروبی دغه اواره شوی خلک ادعا کوی، چې د کرایی کورونو وس نه لری او پیدا کیږی هم نه. اوس یې تر شنه اسمان لاندې کېږدۍ وهلې دی.
دوی تور لګوی چې د دوی کورونه د سروبی د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو د جنایی رییس فضلی او د سروبی ولسوال مولوی طارق، چې تازه تبدیل شو، د شخصی خصومت له وجې ویجاړ شوی دی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس