طالبانو دماسترۍ او دوکتورا لرونکې مېرمنې کورونو کی بندې کړی
طالبانو دماسترۍ او دوکتورا لرونکې مېرمنې کورونو کی بندې کړی
د ولسي جرګې پخوانۍ استازې فوزیه کوفي نیوکه کوي چې طالبانو په مدرسو کې د استادانو د ګومارنې لپاره ۱۰۰ زره بستونه رامنځته کړي، خو د ماسترۍ او دوکتورا لرونکې مېرمنې یې په کورونو کې بندې کړې دي. 

د ولسی جرګې پخوانۍ استازې فوزیه کوفی نیوکه کوی چې طالبانو په مدرسو کې د استادانو د ګومارنې لپاره ۱۰۰ زره بستونه رامنځته کړی، خو د ماسترۍ او دوکتورا لرونکې مېرمنې یې په کورونو کې بندې کړې دی.

نوموړې پر خپله ایکسپاڼه لیکلی «طالبانو په تېرو درېیو کالو کې خپلو خلکو لپاره مدرسو کې د استادۍ ۱۰۰ زره بستونه جوړ کړی، خو ډېرې تکړه او د ماسترۍ او دوکتورا لرونکې ښځې یې په کورونو کې قید کړی دی.»

د طالبانو حکومت وایی چې د مشر له لوری یې مدرسو ته د ۱۰۰ زره ښوونکو بستونه تایید شوی دی.

اغلې کوفی همدارنګه زیاتوی، طالبان غواړی نړۍ افغانانو ته ډوډۍ ورکړی څو دوی د خپلې ایډیالوژۍ د تدریس لپاره لا ډېرې مدرسې جوړې کړی.

مېرمن کوفی دا څرګندونې په داسې حال کې کوی چې د طالبانو د پوهنې وزارت وایی تېر کال یې ټول هیواد کې ۲۱۲۵۷ مدرسې او ۱۰۶ ښوونځی جوړ کړی دی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس