طالبانو دښوونځېو نصاب کې «دژوند مهارتونه» کتاب بند کړ
طالبانو دښوونځېو نصاب کې «دژوند مهارتونه» کتاب بند کړ
‏د کابل او ولايتونو څخه معلومات ترلاسه کړي، چې له تېرې شاوخوا يوې مياشتې راهيسې په خصوصي ښوونځيو کې هم د «ژوند مهارتونه» يا «مهارت های زنده ګی» کتاب له نصاب څخه وېستلی او بنديز يې پرې لګولی دی.

‏د کابل او ولایتونو څخه معلومات ترلاسه کړی، چې له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په خصوصی ښوونځیو کې هم د «ژوند مهارتونه» یا «مهارت های زنده ګی» کتاب له نصاب څخه وېستلی او بندیز یې پرې لګولی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه کتاب له لومړی تر شپږم ټولګیو پورې ماشومانو ته تدریس کېده او ټول درسونه یې ماشومانو ته د ژوند د مهارتونو ښودلو په اړه وو.

په دې کتاب کې له ملی سرود، ملی بیرغ، وطن پېژندنې نیولې بیا له خوبه تر راپورته کېدو، ښوونځیو ته تللو، په ټولګی کې چلند، د مشرانو احترام، سلام ورکول، د خبرو کولو آداب او د ژوند د مشکلاتو لپاره مشوره کول د بېلګې په توګه د یو څو عنوانونو په توګه یادولی شو.

د معلوماتو له مخې، دا چې د کال په منځ کې د «ژوند مهارتونه» په کتاب بندیز لګېدلی، نو تر اوسه یې پر ځای بل کتاب نه دی وړاندیز شوی او اکثریت یې په مهالوېش کې ځای خالی پاتې وی.

دغه اقدام د مولانا فضل الرحمان له هغو څرګندونو سره هممهاله شوی، چې د طالبانو له قوله یې وویل، طالبانو راسره ژمنه کړې، چې د افغانستان په نصاب کې به ژور بدلونونه راولی.

 

دافغانستان ښځو خبرې اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس