خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې د نجونو لپاره د ښوونکو د روزنې مرکزونه چې د دې موسسې په مرسته د افغانستان په شپږو ولایتونو کې فعال وو، د روان کال په اګست میاشت کې وتړل شول. یونیسف په یوه راپور کې ویلی، چې دغه مرکزونه د […]
خبرگزاری زنان افغانستان: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهی صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې د نجونو لپاره د ښوونکو د روزنې مرکزونه چې د دې موسسې په مرسته د افغانستان په شپږو ولایتونو کې فعال وو، د روان کال په اګست میاشت کې وتړل شول.
یونیسف په یوه راپور کې ویلی، چې دغه مرکزونه د طالبانو د ډلې په امر تړل شوی او د دغو ښوونیزو مرکزونو په تړل کېدو سره ۶۷۰ ښځینه زده کوونکی له زده کړو بې برخې شوی دی.
د یونیسف د راپور په دوام کې راغلی چې د روان کال له پیله تر اوسه په ټول افغانستان کې ۲۶۸۳ نجونې د پوهنې په ریاست کې روزل شوی دی. خو دا مرکزونه د روان کال په اګست میاشت کې وتړل شول او هڅه کوی چې د طالبانو له ځایی چارواکو سره خبرې وکړی او د نجونو لپاره د ښوونکو د روزنې دغه مرکزونه بېرته پرانیزی.
د یونیسف له خوا په جوړو شویو تعلیمی مرکزونو کې ماشومان په ځانګړې توګه نجونې زده کړې کولې، خو اوس دغه مرکزونه په ځانګړی ډول د افغانستان په جنوب کې تړل شوی دی او په دغه راپور کې د هغو شپږو ولایتونو یادونه نه ده شوې چې د دغو مرکزونو د فعالیت مخه نیول شوې ده.
د راپورونو له مخې، یونیسف د کابل په ګډون په کندهار، پکتیا، بامیان، خوست، دایکندی، غزنی، میدان وردګو، زابل، کونړ، لغمان، بادغیس، هلمند، نیمروز، فراه او غور ولایتونو کې د نجونو لپاره د ښوونکو د روزنې مرکزونه جوړ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د دغې ډلې له خوا له شپږم ټولګی څخه د پورته نجونو پر زده کړو او په پوهنتونونو کې د هغوی پر زده کړو بندیز ولګېد.
دغه راز طالبانو په دولتی او نادولتی موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز لګولی چې ویل کیږی له افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو د مرستو پر پیسو یې منفی اغیز کړی دی.
یونیسف په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې پر ښځو د طالبانو د ډلې دوامدار بندیزونه به د بشردوستانه مرستو پر پروګرامونو اغیز وکړی او په افغانستان کې به ناوړه بشری وضعیت لا پسې خراب کړی.
خبرگزاری زنان افغانستان