د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکوی، چې طالبانو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د کاوون غږ خصوصی راډیو فعالیت بند کړی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د طالبانو سیمه ییزو استخباراتو د دې راډیو دفتر تړلی او تجهیزات یې ضبط کړی او ادعا کوی چې ځمکه یې دولتی ده.
په خبرپاڼه کې د معلوماتو له مخې، په لغمان ولایت کې د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکی د غبرګولی په ٢۴مه د دې راډیو ودانۍ ته ننوتل او خپرونې یې بندې کړې.
خبرپاڼه همداراز زیاتوی، چې د طالبانو د سیمه ییزو ادارو او د دې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د استازو په حضور کې د دغې رسنۍ دفتر تړل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې طالبانو د تمدن تلویزیون فعالیت هم بند کړی وو.
د افغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس