ګارډین رسنۍ په یوه راپور کې وایی طالبانو په افغانستان کې د پولیو واکسین د امنیتی وېرې او په دې پروسه کې د ښځو د ګډون له امله ځنډولی دی.
د پولیو کمپاین یوه کارکونکی یادې رسنۍ ته ویلی، په ځانګړی ډول کندهار کې چې د طالبانو مشر اوسېږی، د پولیو واکسینو کمپاین له دې وېرې ځنډول شوی چې د دوی د اوسېدو ځایونه بهرنیانو ته معلوم نه شی.
ګارډین د یادې سرچینې له قوله لیکی، یاد بندیز لنډمهالی دی او طالبانو ورته ویلی چې کور په کور واکسین کولو پر ځای دې یوه جومات ته لاړ شی چې کورنۍ ورته خپل ماشومان د واکسینو لپاره ور وړی.
د پولیو کمپاین دا کارکوونکی اندېښنه ښیی چې افغانستان د پولیو ناروغۍ له جدی ګواښ سره مخ دی او ۹۵٪ په شرایطو برابر باید واکسین شی، خو په وینا یې، د طالبانو نوې پرېکړه دې هدف ته د رسېدو په لاره کې خنډ جوړوی.
تېره ورځ اسوشتیډپرېس رسنۍ خبر ورکړ چې طالبانو په ټول هیواد کې پولیو واکسینو کمپاین ځنډولی دی، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل رسنیو سره په خبرو کې وویل، په دې اړه کوم رسمی امر نه دی ورکول شوی.
دافغانستان شځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس