طالبانو له بریتانیا څخه د افغانستان د روغتیایی خدمتونو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې او ویلی یې دی چې د دغه هېواد همکاری ضروری ده.
د طالبانو تر ادارې لاندې د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې په دغه وزارت کې د طالبانو ټاکل شوی وزیر نورجلال جلالی دغه موضوع په افغانستان کې د برتانیې د سفارت له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره په لیدنه کې مطرح کړې ده.
په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان مخکې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د ډاکټرانو او ښځینه روغتیایی کارکوونکو پر کار د طالبانو بندیزونه د روغتیایی خدمتونو وړاندې کول له جدی ننګونو سره مخ کړی دی.
تر دې مخکې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلی وو، چې له افغانستان سره مرسته کوونکی هېوادونه سږ کال د طالبانو له خوا د محدودیتونو او په ځانګړې توګه د ښځو پر کار د بندیزونو له امله خپلې مرستې کمې کړی دی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس