طالبانو له مهاجرینو سره د مرستې درې تړونونه لاسلیک کړل
طالبانو له مهاجرینو سره د مرستې درې تړونونه لاسلیک کړل
د طالبانو تر ادارې لاندې د مهاجرینو وزارت ویلي چې له هغو موسسو سره چې له مهاجرینو او بې ځایه شویو سره مرسته کوي د ۲۴۹۸۰۰۰ ډالرو په ارزښت درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي چې په هغو کې د روغتیا د ادارې او پراختیا انسټیټیوټ، د ښځو لپاره د ښځو انسټیټیوټ او د اکتید انسټیټیوټ شامل دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د مهاجرینو وزارت ویلی چې له هغو موسسو سره چې له مهاجرینو او بې ځایه شویو سره مرسته کوی د ۲۴۹۸۰۰۰ ډالرو په ارزښت درې تفاهم لیکونه لاسلیک کړی چې په هغو کې د روغتیا د ادارې او پراختیا انسټیټیوټ، د ښځو لپاره د ښځو انسټیټیوټ او د اکتید انسټیټیوټ شامل دی.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د دغو تړونونو پر بنسټ به د ښځو د انستیتوت په ګډون د کډوالو او بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ د دفتر د لوژستیکی ملاتړ په څانګه کې څه باندې ۱۲۶۱ زره ډالره ولګول شی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا رامنځته کېدو وروسته، پاکستان او ایران د افغان مهاجرینو په جبری شړلو پیل وکړ او هم د هېواد یو زیات شمېر اتباع د بېلابېلو لاملونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې بې ځایه شوی دی.

له بلې خوا یو شمېر هغه کډوال چې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوی وایی، که څه هم دوی د « جبری اخراج» په بهیر کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

خو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دوی هم له سترو ننګونو سره مخ دی چې پکې د سرپناه نشتوالی، روغتیایی خدمتونو ته نه لاس رسی، لوږه او بېکاری شامل دی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس