طالبانو په نیمروز ولایت کې له ایرانی پوله ساتو عسکرو سره شخړه کړې ده. د سرچینو د معلوماتو له مخې، د نیمروز په کنګ ولسوالۍ درویش سیمه کې د طالبانو او ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده. په نیمروز کې د طالبانو د سرپرست حکومت د پوله ساتو ځواکونو […]
طالبانو په نیمروز ولایت کې له ایرانی پوله ساتو عسکرو سره شخړه کړې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د نیمروز په کنګ ولسوالۍ درویش سیمه کې د طالبانو او ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.
په نیمروز کې د طالبانو د سرپرست حکومت د پوله ساتو ځواکونو قوماندان مولوی محمد ابراهیم هېواد، رسنیو ته د یادې شخړې په تایید سره ویلی، چې دغه شخړه د ایران پوله ساتو عسکرو له خوا پیل شوې ده.
تر دې مهاله د یادې شخړې د تلفاتو او څرنګوالی په تړاو کره معلومات نشته.
تر دې وړاندې هم د ایران سرحدی ځواکونو او طالبانو څو ځلی نښتې کړې دی. څه موده وړاندې د افغانستان او ایران پر پوله د ورېښمو پول د یوې شخړې له امله تړل شوې وه.