د طالبانو ډلې د ښځو د ژوند د محدودولو او عدالت ته د ښځو د لاسرسی د محرومولو د پلانونو په دوام کښې په عامه او خصوصی ادارو کښې د ښځو له ځورونې سره د مبارزې په موخه د لوی څارنوالۍ دفتر لغوه کړ. د روانې اوونۍ په سر کې طالبانو اعلان وکړ چې له […]
د طالبانو ډلې د ښځو د ژوند د محدودولو او عدالت ته د ښځو د لاسرسی د محرومولو د پلانونو په دوام کښې په عامه او خصوصی ادارو کښې د ښځو له ځورونې سره د مبارزې په موخه د لوی څارنوالۍ دفتر لغوه کړ.
د روانې اوونۍ په سر کې طالبانو اعلان وکړ چې له دې ادارې څخه یې د هېواد د لوی څارنوالۍ د تحقیقاتو او څارنې واکونه ایستلی او استخباراتو ته یې سپارلی دی. اوس د څارنوالۍ ځانګړې څانګه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د قضیو د څېړلو دنده یې درلوده، هم لغوه شوې ده.
د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۱ کال د اسد د میاشتې په ۲۹ نیټه د طالبانو تر واک لاندې د څارنوالۍ د استخدام ریاست د دې ادارې مالی او محاسبې ریاست ته یو مکتوب واستاوه او دا موضوع یې مطرح کړه.
د دغه مکتوب یوه نمونه رسنیو ته په لاس ورغلې چې له مخې یې د طالبانو وزارت د روان کال د چنګاښ په ۲۴مه د لوی څارنوالۍ له جوړښت څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی د قضیو د څېړلو ځانګړې څانګه د لیرې کولو امر کړی دی. او د دې ریاست ۲۵ پوستونه لرې شی.
په دولتی او خصوصی ادارو کې د ښځو له ځورونې سره د مبارزې عالی اداره درې کاله وړاندې د ۲۰۱۸ کال د سرطان په میاشت کې د هېواد د پخوانی ولسمشر اشرف غنی احمدزی په حکم جوړه شوه او د جنایی تحقیقاتو لپاره د لوی څارنوالۍ مرستیال تر مشرۍ لاندې یې کار کاوه.
خبرگزاری زنان افغانستان