طالبانو په زابل کې زده کوونکیته ویلې چی له سپینې خولۍ پرته ښوونځی ته مه راځی
طالبانو په زابل کې زده کوونکیته ویلې چی له سپینې خولۍ پرته ښوونځی ته مه راځی

په زابل کې ځایی سرچینې وایی، طالبانو د دغه ولایت زده کوونکو ته امر کړی، چې له سپینې خولۍ پرته ښوونځیو ته نه راځی. د زابل ولایت یوه باوری سیمه ییزه سرچینه د سنبلې په ۱۳مه، خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته خبردارى ورکړى […]

په زابل کې ځایی سرچینې وایی، طالبانو د دغه ولایت زده کوونکو ته امر کړی، چې له سپینې خولۍ پرته ښوونځیو ته نه راځی.

د زابل ولایت یوه باوری سیمه ییزه سرچینه د سنبلې په ۱۳مه، خبرگزاری زنان افغانستان ته وویل چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د ښوونځیو زده کوونکو ته خبردارى ورکړى چې له دې وروسته له سپینې خولۍ پرته ښوونځیو ته نه شی راتللى.

د سرچینې په وینا، طالبانو لا هم په زابل کې زده کوونکو ته ویلی، چې ښوونځیو ته د تللو پر مهال شنه جامې واغوندی.

طالبانو تر دې مخکې په زابل کې په ښوونځیو کې د حجاب پر اغوستلو بندیز لګولی و.

خبر گزاری زنان افغانستان