طالبانو په زابل کې پر کلینیکونو یرغل کړی او تجهیزات یې له منځه وړی دی
طالبانو په زابل کې پر کلینیکونو یرغل کړی او تجهیزات یې له منځه وړی دی

خبرگزاری زنان افغان: په زابل ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې طالب ځواکونو پر یو شمېر کلینیکونو او درملتونونو برید کړی او تجهیزات یې له منځه وړی دی. په زابل ولایت کې یوې باوری سرچینې نن دوشنبه «د جوزا ۷ مه» خبرگزاری زنان افغان ته ویلی چې طالبانو د دغو مرکزونو تجهیزات له منځه […]

خبرگزاری زنان افغان: په زابل ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی چې طالب ځواکونو پر یو شمېر کلینیکونو او درملتونونو برید کړی او تجهیزات یې له منځه وړی دی.

په زابل ولایت کې یوې باوری سرچینې نن دوشنبه «د جوزا ۷ مه» خبرگزاری زنان افغان ته ویلی چې طالبانو د دغو مرکزونو تجهیزات له منځه وړی او له خاوندانو سره یې هم نښته کړې ده.

دغه سرچینه وایی، ۲۸ کلینیکونه چې ځینې یې په ادارو پورې اړوند دی او ځینې یې شخصی دی، تلاشی شوی، لومړی یې تجهیزات تخریب شوی او بیا یې تړل شوی او یو شمېر مامورین یې د طالبانو له خوا وهل شوی دی.

له بلې خوا د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې نن یې د کمپاین په ترڅ کې یو شمېر روغتیایی مرکزونه او درملتونونه د روغتیایی مسایلو د نه مراعاتولو، د لوړو بیو او د جوازونو د نشتوالی له امله تړلی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوی، چې د زابل ولایت د عامې روغتیا ریاست به دغه کسان د سرغړونې په تور محاکمه کړی او بیا به له دوی څخه په راتلونکی کې د داسې کړنو د نه کولو ژمنه واخلی.

خبرگزاری زنان افغان