طالبانو په شپږو میاشتو کې تر ۳۵ زره ډېر د پنجشیر زمرد پلورلی دی
طالبانو په شپږو میاشتو کې تر ۳۵ زره ډېر د پنجشیر زمرد پلورلی دی
په پنجشیر کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه راپور کې ویلي، چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د پنجشېر زمرد ۳۵۸۷۴.۳ پلورلي دي.

په پنجشیر کې د طالبانو تر ادارې لاندې د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه راپور کې ویلی، چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د پنجشېر زمرد ۳۵۸۷۴.۳ پلورلی دی.

دغه ریاست په پنجشېر کې د طالبانو تر ادارې لاندې د کانونو او پټرولیم ریاست په حواله وایی، چې د پلورل شویو زمردو ټولیز ارزښت ۱۶۱۴۵۷۰ ډالرو ته رسېدلى دى.

په ورته وخت کې د هېواد یو شمېر اوسېدونکی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کانونو د استخراج او خرڅلاو پر څرنګوالی نیوکه کوی او وایی چې دغه کانونه ملی سرمایه ده او باید د خلکو د ګټو لپاره ولګول شی.

دغه ښاریان زیاتوی، چې طالبان د کانونو قراردادونه د شخصی او کورنیو اړیکو او هم له شرکتونو سره د پیسو د ترلاسه کولو په بدل کې کوی او د کانونو د عوایدو د راټولولو په برخه کې هم شفافیت نشته.

 

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس