طالبانو په لوګر کې یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې په دورو ووهل
طالبانو په لوګر کې یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې په دورو ووهل
طالبانو په لوګر ولایت کې یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې د "نارينه اړیکو" په تور په دورو وهلي دي.

طالبانو په لوګر ولایت کې یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې د “نارینه اړیکو” په تور په دورو وهلی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې دوی دغه ښځه «۳۵ ځلې» وهلې او په څلور میاشتې بند محکومه کړې او تورن سړی په «۳۹ ځله» او څلور میاشتې بند محکوم شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېره یوه میاشت کې د دغو دوو کسانو په ګډون شاوخوا ۶۰ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې په وهلو او ډبولو وژلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشری حقونو شورا په یوه پرېکړه لیک کې د طالبانو له خوا د جسمی مجازاتو کارول غندلی او د دې د بندولو غوښتنه یې کړې ده.

بل خوا د بشری حقونو بېلابېلو بنسټونو د طالبانو دغه سزا له انسانی ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس