طالبانو په هلمند کې څلور ښځې په کورونو د تلاشی پر مهال وژلی دی
طالبانو په هلمند کې څلور ښځې په کورونو د تلاشی پر مهال وژلی دی

په هلمند ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د طالبانو له خوا پر کور د تلاشی له پلان سره سم د خلکو له مخالفت وروسته څلور ښځې وژل شوی او څلور نور ټپیان دی. سرچینه زیاتوی، چې نن یکشنبه (سنبلی ۲۷مه) کله چې طالبانو غوښتل د هلمند ولایت د قلعه بست سیمې د اوسېدونکو […]

په هلمند ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایی، چې د طالبانو له خوا پر کور د تلاشی له پلان سره سم د خلکو له مخالفت وروسته څلور ښځې وژل شوی او څلور نور ټپیان دی.

سرچینه زیاتوی، چې نن یکشنبه (سنبلی ۲۷مه) کله چې طالبانو غوښتل د هلمند ولایت د قلعه بست سیمې د اوسېدونکو پر کورونو تلاشی وکړی، د دې سیمې د اوسېدونکو له مخالفت سره مخ شول او د دوی د اعتراض د خاموشه کولو لپاره یې ډزې پیل کړې.

د یادو سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو نن سهار د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه ښار څخه پر کورونو تلاشی پیل کړل او د ماښام په شاوخوا کې د قلعه بست سیمې ته ورسېدل او د دې سیمې د خلکو له مخالفت وروسته یې نښته وکړه.

طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې کور په کور تلاشیانی پیل کړی او په ډېرو مواردو کې یې د کورنیو محرمیت ته سپکاوی کړی دی.

تر دې وړاندې هم د کابل او هرات په ګډون د هېواد په ناامنه سیمو کې د طالبانو له خوا د کور په کور د کمپاین پر مهال له خلکو سره د تاوتریخوالی راپورونه ورکړل شوی وو او د دغه پروګرام پر مهال یې یو شمېر کسان وهلی ډبولی هم وو.

خبرگزاری زنان افغانستان