په پنجشېر کې ځایی سرچینې وایی، چې د طالبانو د ډلې استخباراتو د دغه ولایت د ملک میرزا شهید لېسې مدیر استاد مجیب نیولى دى.
سرچینې د دوشنبې په ورځ دتله په ۱۶مه وویل چې د طالبانو استخباراتو مجیب د دره ولسوالۍ له عبدالله سیمې نیولى دى.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، مجیب له څو کلونو راهیسې د لېسې د ښوونکی او مدیر په توګه دنده ترسره کوله او له هېڅ سیاسی او پوځی خوځښت سره یې تړاو نه درلود.
باید وویل شی، چې دوه ورځې وړاندې د عبدالله خېلو په سیمه کې د دوی په یوه قرارګاه کې له چاودنې وروسته طالبانو ۲۱ تنه اوسېدونکی ونیول، چې ۷ یې لا هم د دغې ډلې په بند کې دی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس