طالبانو په پنجشیر کې یو ښوونځی سوځولی دی
طالبانو په پنجشیر کې یو ښوونځی سوځولی دی
د خلکو سرچینو خبر ورکړی، چې د پنجشیر ولایت په مرکز "دره پرند" کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی او ویل کېږي، چې طالبانو هغه سوځولی دی.

د خلکو سرچینو خبر ورکړی، چې د پنجشیر ولایت په مرکز “دره پرند” کې د نجونو یو ښوونځی سوځول شوی او ویل کېږی، چې طالبانو هغه سوځولی دی.

دسرچینو له مخې دغه ښونځی دطالبانو لخوا دپوځی اډې په توگه کارول کیدى اؤ دشپې په مهال ددغه ډلې خلکو دغه ښوونځی ته اور ورته کړى ؤ اؤ سیمه ییزو خلکو ته یې داور قابو کولو اجازه نۀ وه ورکړې.

ځایی اوسېدونکی وایی، په ښوونځی کې د اور لګېدنې پېښه نه وه او طالبانو په قصدی ډول ښوونځی سوځولی دی.

د ځایی خلکو په خبره، طالبانو خلکو ته د اور د کنټرول اجازه نه ده ورکړې او نه یې هم د اور د کنټرول هڅه کړې ده.

ځایی اوسېدونکی وایی، چې په دې اور لګېدنه کې ټول درسی ټولګی په ځانګړې توګه د لابراتوار خونه او کتابتون په بشپړه توګه سوځېدلی دی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس