سرچینې وایی چې طالبانو د نوی تعلیمی کال د پیل سره د شیخ زاید روزنتون ټولو ښوونکو ته ویلی چې دغه روزنتون تر امر ثانی پورې بند دی او تاسو کولی شئ ځانونو ته تر هغو پورې شخصی کار روزګار برابر کړئ.
دغه روزنتون چې له لومړی تر دوولسم ټولګی پورې د یتیمانو لپاره تدریس، د اوسېدو لیلیه، د کور لپاره اوړه، غوړی، د ښوونځی ځانګړی جامې او نور د څو لسیزو راهیسی د شیخ زاید خیریه بنسټ لخوا په وړیا توګه ورکول کېږی، طالبانو تازه بندیز ورباندې لګولی او غواړی چې په مدرسه یې بدل کړی.
د سرچینې په خبره طالبانو د تېرو دریو کلونو راهیسی ډېری هڅې وکړې چې د شیخ زاید روزنتون پخوانی کارکوونکی منفک او پر ځای یې خپل ښوونکی او اداری کارکوونکی معرفی کړی خو د دغه خیریه بنسټ تمویلوونکی چې په عربی اماراتو کې دی، ور سره دغه شرط نه منی.
سرچینې همدارنګه زیاته کړې چې اوس طالبانو یاد بنسټ ته ګواښ کړی که د دوی اداری پرسونل ونه منی، نو دغه روزنتون به د تل لپاره بند کړی او په ودانیو کې به یې مدرسه جوړه کړی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس