کندهار کې د طالبانو امنیتی چارواکی وایی، د دې ولایت سپین بولدک ولسوالۍ د شیرو اوبو په سیمه کې د ډیورنډ کرښې په صفری نقطه کې دوه تنه د نظامی وسلو د قاچاق په تور نیول شوی دی. د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند مولوی شکیب وایی، تېره ورځ “یکشنبه، د حوت په […]
کندهار کې د طالبانو امنیتی چارواکی وایی، د دې ولایت سپین بولدک ولسوالۍ د شیرو اوبو په سیمه کې د ډیورنډ کرښې په صفری نقطه کې دوه تنه د نظامی وسلو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
د طالبانو د ۲۰۵ البدر قول اردو ویاند مولوی شکیب وایی، تېره ورځ “یکشنبه، د حوت په ۲۲مه” مازیګر مهال شپږو تنو په یوه موټر کې ګڼ شمېر نظامی وسلې لېږدولې او غوښتل یې له ډیورنډ کرښې یې پاکستان ولېږدوی چې د طالبانو سرحدی ځواکونو له خوا پېژندل شوی دی.
دی وایی، کله چې امنیتی مسوولینو دغه موټر ته د درېدو امر کړی و، موټرچلوونکی موټر نه و درولی او وروسته امنیتی سرتیرو تعقیب کړی و خو دغه کسانو موټر د غره پر لوری پورته کړی و.
د هغه په خبره، دا چې نور د هغوی لپاره لاره نه وه، نو ځکه طالب امنیتی سرتیرو دوه تنه خدای رحیم او خان جان د موټر سره نیولی وو او نور کسان په تېښته بریالی شوی دی.
په همدې مهال په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ټولی قرارګاه مسوول حقانی وایی، په نیول شویو وسلو کې ۴ امریکایی ثقیلان، ۲ کارمولی توپکان، ۳ زره مرمۍ، د یو ثقیل میل او دوه د کارمولی توپکانو میلان نیول شوی دی.
هغه وایی، په نیول شویو کسانو کې یو تن سرسری ژوبل شوی هم دی او د پاتې څلورو تنو په اړه هم پلټنه روانه ده.
طالبان وایی، دا لا تر اوسه نه ده معلومه چې دغه کسانو یادې وسلې له کومې خوا راوړې وې او په اړه یې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې روانې دی.
د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان پوځ سلګونه وسلې او نظامی تجهیزات بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته قاچاق شوې دی.