طالبان باید دنجونو پر زده‌کړو بندیز لرې کړې 
طالبان باید دنجونو پر زده‌کړو بندیز لرې کړې 
‏د افغانستان د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو د ،اندېښنو په زیاتېدو سره، د برېکس غړو هېوادونو د روسیې په کازان کې په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د روان کړکېچ سوله ییز حل اړین دی او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصيل بندیز لرې کړي.

‏د افغانستان د امنیتی او بشری حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو د ،اندېښنو په زیاتېدو سره، د برېکس غړو هېوادونو د روسیې په کازان کې په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلی چې د افغانستان د روان کړکېچ سوله ییز حل اړین دی او له طالبانو یې غوښتی چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصیل بندیز لرې کړی.

په دغه خبرپاڼه کې طالبانو د بشری حقونو په رعایت او د ښځو، نجونو او قومی لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو د بنسټیزو حقونو پر ساتنې هم ټینګار کړی دی.

د برېکس غړو هېوادونو همداراز ویلی چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا باید نور «ښکاره او د تایید وړ اقدامات» وشی ترڅو ډاډ ترلاسه شی چې د دغه هېواد خاوره د«ترهګرو» لخوا نه کارول کیږی.

د یادونې وړ ده، چې د روسیې په کازان ښار کې د طالبانو د استازو له شتون پرته د برېکس سازمان درې اړخېزه غونډه د چین، هند، روسیې په ګډون د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې پیل شوه.

د ترکیې، سویلی افریقا، برازیل، ایران، مصر او ایتوپیا او د ملګرو ملتونو د عمومی منشی په ګډون دا اونۍ د سه شنبې په ورځ پیل شوه او نن (پنجشنبه، لړم۳مه) به پای ته ورسېږی.

که څه هم طالبانو مخکې په دې غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې وه؛ خو دا غوښتنه د برېکس د غړو لخوا رد شوه.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس