طالبان باید دپولیو واکسین کور په کور بندیز لیرې کړې ‏
طالبان باید دپولیو واکسین کور په کور بندیز لیرې کړې ‏
 افغانستان کې د ګوزڼ يا پوليو ناروغۍ پر زياتېدو اندېښنه ښودلې ده،

پخوانی ولسمشر حامد کرزی په

افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده،

او په ورته مهال یې د هېواد په یو شمېر سیمو کې د رسنیو له قوله کور په کور د پولیو واکسین د تطبیق ممانعت خبر ورکړی،

او دغه کار یې خطرناک بللی دی.

ښاغلی کرزی د طالبانو نظام څخه غوښتی، چې له دې ناروغۍ سره د غوره مقابلې لپاره غوره لارې چارې برابرې کړی: «د روغتیا په برخه کې جدی ستونزې او د داشان مصایبو ستر عامل د علم او زده کړې د کچې ټیټوالی دی او یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوم، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزی او د فنی او مسلکی زده کړو د ودې لپاره مؤثر گامونه واخلی،

ترڅو هېواد مو له احتیاج، فقر او مرضونو خلاصون ومومی.»‏

 

 

دافغانستان ښځو خبرې اژانس

 

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس