طالبان دقومونو ترمنځ دښمنی خپروی 
طالبان دقومونو ترمنځ دښمنی خپروی 
‏د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وايي طالبان په افغانستان کې د یوه ناورین په څېر را څرګند شوي چې موخه یې په هیواد کې د قومونو ترمنځ نفاق اچول، ملي یووالی ته زیان رسول او د افغانستان تاریخ او هویت له منځه وړل دي. 

‏د ملی امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایی طالبان په افغانستان کې د یوه ناورین په څېر را څرګند شوی چې موخه یې په هیواد کې د قومونو ترمنځ نفاق اچول، ملی یووالی ته زیان رسول او د افغانستان تاریخ او هویت له منځه وړل دی.

نبیل پر خپله اېکس پاڼه د طالبانو له لوری د عبدالعلی مزاری څلورلارې ورانولو ته په اشارې لیکی چې طالبان په هر ګام کې د خلکو ترمنځ بې اعتمادی او دښمنی خپروی.

په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوری په کابل ښار کې د عبدالعلی مزاری څلورلارې او د هغه د تندیس نړولو ویډیوګانې خپرې شوې دی.

رحمت الله نبیل زیاتوی‌ د طالبانو له لوری‌ورته اقدامات د یوه پلان برخه ده “که د ښځو د تعلیم منع کول وی، که د تعلیم‌یافته ځوانانو تېښته، که د ملی بنسټونو نړول، د ملی شتمنیو لوټل، یا د قومونو د احساساتو پارول، دا ټول د یوه لوی پلان برخه دی.”

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هوایی ‌‌ډګرونو په شمول له تاریخی ځایونو او څلورلارو د اشخاصو نومونه او انځورونه ونړول چې تازه بېلګه په تورخم کې له یوه یادګاری څلی د امیر امان الله خان او پاچا خان د انځورونو پاکول وو.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس