په پروان کې ځایی سرچینې وایی، طالبان د شپې له خوا له «سرخ پشته» سیمې څخه له شوروی اتحاد سره د جګړې له امله پاتې شوی موټرونه او لارۍ نامعلوم ځای ته لېږدوی.
سرچینې دتله په ۱۵مه، ویلی وو چې د دغو وسایطو یوه زیاته برخه د جهاد او مقاومت د ملی موزیم له مرکز څخه نیول شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو ټانکونه او زغره وال موټر د ترمیم په پلمه کابل ته لېږدول.
خو یوې باخبره سرچینې ویلی، چې دغه موټر له تېر یوه کال راهیسې پاکستان ته وړل شوی دی
د یادونې وړ ده، چې د تېر حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ په سرخ پشته کې د جهادی پاتې شونو د راټولو شویو وسایطو ځاى د جهاد او مقاومت د ملی موزیم په نوم ونوماوه.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس