طالبان د نجونو په زده کړو بندولو د افغانستان راتلونکی زیانمنوی 
طالبان د نجونو په زده کړو بندولو د افغانستان راتلونکی زیانمنوی 
د بشري حقونو څار سازمان، په افغانستان کې د نجونو لېسو بندېدو د درېیم کال په پوره کېدو وایي، د طالبان د نجونو پر زده‌ کړو د بندیزونو لګولو له لارې د افغانستان راتلونکی له زیان سره مخ کوي. 

د بشری حقونو څار سازمان، په افغانستان کې د نجونو لېسو بندېدو د درېیم کال په پوره کېدو وایی، د طالبان د نجونو پر زده‌ کړو د بندیزونو لګولو له لارې د افغانستان راتلونکی له زیان سره مخ کوی.

یاد سازمان زیاتوی‌ چې طالبانو په سیستماتیک ډول د افغانو مېرمنو د حقونو او زده‌ کړو سیستم له منځه وړی او نږدې ۱٫۴ میلیونه نجونې یې د تعلیم له اساسی حق څخه محرومې کړې دی چې دا بندیز به د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی.

د دې سازمان په وینا، د نجونو پر زده‌ کړو بندیز به راتلونکی وخت کې افغانستان د ښځینه ډاکترانو، متخصصینو او نورو هغو برخو کې له ستونزو سره مخ کړی چې لوستو مېرمنو ته په کې اړتیا پېښېږی.

د بشری حقونو څار سازمان غوښتنه کوی چې نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړی څو هغوی دا بندیزونه لغو کړی او افغانو نجونو ته یو ځل بیا د زده‌ کړو خوندی زمینه برابره شی.

د یادونې وړ ده چې ۳ کاله وړاندې د ۲۰۲۱ز کال د سپتمبر په ۱۷مه نېټه طالبانو افغانستان کې د نجونو لیسې د یوې طرحې جوړولو په پلمه تر «امر ثانی» پورې وځنډولې، خو د ۳ کالو په تېرېدو لا هم نه طرحه جوړه شوې او نه د لېسو د پرانیستل کېدو ثانی امر شوی دی.

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

 

  • نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
  • منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان