دبغلان ولایت سرچینې وایی، طالبانو د دغه ولایت د نهرین ولسوالۍ د اوسېدونکو لسګونه د غنمو او وربشو د غلو کورونه سوځولی دی.
د سنبلې په ۲۴مه رسنیو ته داسې ویډیویی ټیپونه رسېدلی، چې ښیی طالبانو دغه اقدام د نهرین ولسوالۍ په «کوهګدایی» سیمه کې کړی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو له زمری میاشتې راهیسې خلکو ته د شاوخوا درې زره غنمو او وربشو د راټولولو اجازه نه ده ورکړې.
سرچینې زیاته کړې، چې طالبان ادعا کوی، چې ځمکه او د غنمو حاصلات د دوى دی.
طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته څو هکتاره ځمکه او باغونه غصب کړل او یو شمېر کورنۍ یې د هېواد شمال ته کډه کولو ته اړې کړې.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس