د طالبانو په مدرسو کې یو شمېر ښځینه زده کوونکې چې ددینی علومو د زده کړې تر څنګ ورته د “مجاهد” اولادونو د زېږولو او د مېړونو د خدمت کولو څرنګوالی ور زده کېږی.
دغه زده کوونکی وایی، چې دوی ته تر ډېره د افراطیت درس ورکول کېږی او ورته ویل شوی، چې له عصری علومو لرې پاتې شی.
د دغو زده کوونکو په وینا، په دغو مدرسو کې د نجونو لپاره په درېیو کورسونو کې د لمانځه شرطونه، زاد الطالبین، درس البلاغه، د فقهې اصول او دغه راز زبانی مسایل شامل دی.
د جهاد لپاره د ماشومانو د چمتو کولو څرنګوالی، په ټولنه کې د ښځې مقام او د ښځې د خدمت څرنګوالی.
وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل او ښوونځی وتړل شول، لیدل شوی چې زرګونه نجونې له زده کړو پاتې شوې دی.
ددې لپاره چې دوی بې سواده پاتې نشی، داړتیا له امله دوی په دینی مدرسو کې داخل شوی دی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس