دبلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښارکې سیمه ییزې سرچینې وایی چې دوسله والو طالبانو دډلې یو مسافر وړونکى موټر په دغه ښار کې په ډزو سره وژلى دى .
د سرچینې د معلوماتو له مخې، وژل شوى کس نجیب الله نومېږی او د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و.
سرچینه زیاتوی، وروسته له هغه چې نجیب الله د یوه طالب جنګیالی له وحشیانه برید سره مقاومت وکړ، د دغې ډلې نورو جنګیالیو پر هغه ډزې وکړې.
دا پېښه تېره ورځ (د تله ۸ مه) د مزارشریف ښار د کابل د مسافر وړونکی موټر په تمځی کې رامنځته شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې ترهګر طالبان هره ورځ په مرموز ډول د هېواد پر اتباعو ډزې کوی.
دغه ترهګره ډله په هیواد کې له تاوتریخوالی او وژنو پرته بله دنده نه لری.
ترهګر طالبان د خپلو جنایتونو لپاره هیڅ ملی یا نړیوال بنسټ ته ځواب نه ورکوی.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس