د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایی ورو ورو او په تدریجی ډول ټلویزیونونو کې د ژوندیو موجودات د انځورونو خپرېدل بندوی.
د یاد وزارت ویاند سیف خیبر د فرانسې خبرې آژانس سره په خبرو کې ویلی، هڅه کوی چې د ژوندیو موجوداتو د تصویر خپرېدو مخنیوی قوانین په «تدریجی» ډول پلی کړی او دا پروسه یې په ځینو ولایتونو کې پیل کړې ده.
خیبر که څه هم ویلی چې یاده پروسه جبری نه ده او یوازې د توصیې تر حده ده، خو راپورونه ښیی چې طالبانو په میدان وردک او تخار ولایتونو کې خبریالان له ویډیو اخیستلو منع کړی دی.
د خبریالانو ملاتړ سازمان په یوه اعلامیه کې د طالبانو دا اقدام غندلی او دا یې د بیان آزادۍ له اصولو سرغړونه بللې ده.
طالبان وایی چې له اسلام څخه د دوی تعبیر پر اساس د ژوندیو موجوداتو تصویر او فلم اخیستل یا رسم ویستل له شرعی پلوه جواز نه لری.
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس