طالبان په کندهار کې یوې غونډې ته تیاری نیسی
طالبان په کندهار کې یوې غونډې ته تیاری نیسی

نن د اکست ۱۳ مه تیر کال په همدې ورځ کندهار په بشپړه توګه سقوط سوو . د کندهار تر بشپړ سقوط وړاندې د دغه ولایت په دیرو ولسوالیو کې سختې جګړې روانې وې. طالبانو د خپلو بریدونو په شدت سره وکولای شول چې د کندهار ۱۷ ولسوالۍ په اسانۍ سره ونیسی. په کندهار ولایت […]

نن د اکست ۱۳ مه تیر کال په همدې ورځ کندهار په بشپړه توګه سقوط سوو .

د کندهار تر بشپړ سقوط وړاندې د دغه ولایت په دیرو ولسوالیو کې سختې جګړې روانې وې.

طالبانو د خپلو بریدونو په شدت سره وکولای شول چې د کندهار ۱۷ ولسوالۍ په اسانۍ سره ونیسی.

په کندهار ولایت کې نن په همدغی ورځ طالبان په دغه ولایت کې د ملابت الله اخندزاده په ملاتړ غونډه جوړوی.

طالبانو غواړی په دې غونډه کې یو شمېر قومی مخور، پخوانی دولتی چارواکی او یو شمېر مدنی فعالان د خپل ملاتړ لپاره راټول کړی.

د یوې سرچینې په وینا، طالبان په پام کې لری چې دا غونډه د تېرې غونډې په څېر په کابل کې د دینی عالمانو د غونډې په څېر جوړه کړی.

دغه سرچینه زیاتوی، چې له دې ناستې څخه د طالبانو اصلی موخه د ملابت الله اخندزاده لپاره د پخوانیو دولتی چارواکو مقام ترلاسه کول دی.

خبرگرازی زنان افغانستان