طالبان ښځینه مخبران ټاکلې دې!
طالبان ښځینه مخبران ټاکلې دې!
طالبانو د «مشهور قانون» د سرغړونکو د پېژندلو لپاره مخبران ټاکلي دي.

طالبانو د «مشهور قانون» د سرغړونکو د پېژندلو لپاره مخبران ټاکلی دی.

د طالبانو د مشهور قانون له رامنځ ته کیدو وروسته، چې له پراخو منفی غبرګونونو سره هم مخ شو،

د ډیلی ټیلیګراف ورځپاڼې اوس لیکلی دی، چې دغې ډلې د دغه قانون د سرغړونکو د پیژندلو لپاره «جاسوس» ټاکلی دی.

د ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې طالبان له ښځو څخه د «جاسوسانو» په توګه کار اخلی،

تر څو هغه ښځې وپیژنی چې د عامه نظم له قانون څخه سرغړونه کوی.

په هغه راپور کې چې پرون دوشنبه (۱۲ سنبله) په ټیلیګراف ورځپاڼه کې خپور شوی،

ویل شوی چې د طالبانو د سوکالۍ وزارت هغه ښځې استخدام کړی،

چې د دې ډلې د سوکالۍ او د شر د مخنیوی د قانون د سرغړوونکو د پېژندلو دنده پر غاړه لری.

په دې راپور کې د ټیلیګراف ورځپاڼې د سرچینو په حواله لیکل شوی چې طالبانو دغو ښځو ته دنده سپارلې چې هغه ښځې وپیژنی چې په عامه ځایونو او ټولنیزو شبکو کې د عامه نظم له قانون څخه سرغړونه کوی.

د طالبانو د فواید عامې وزارت د ښځو د څانګې یوې مسوولې چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلی چې دا ښځې په انسټاګرام کې د ښځینه سرغړوونکو د اکاونټونو د پېژندلو دنده لری.

 

دښځوو خبرې آژانس

 

  • نویسنده : خبرگزاری زنان افغانستان
  • منبع خبر : خبرگزاری زنان افغانستان