عمران خبرو ته د افغانانو غبرګون:
عمران خبرو ته د افغانانو غبرګون:

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کارونکو د عمران خان هغه خبرو ته چې د پاکستان د صدراعظم له دفتره په یو خبر پاڼې کې د عمران له قوله لیکلی غبرګون ښودلى. خبرپاڼه له مخې عمران خان پرون د افغانستان په اړه یوې غونډې ته وویل چې ځینی وزارتونه دې د دوستو هیوادونو سره د همکارۍ […]

د ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کارونکو د عمران خان هغه خبرو ته چې د پاکستان د صدراعظم له دفتره په یو خبر پاڼې کې د عمران له قوله لیکلی غبرګون ښودلى.
خبرپاڼه له مخې عمران خان پرون د افغانستان په اړه یوې غونډې ته وویل چې ځینی وزارتونه دې د دوستو هیوادونو سره د همکارۍ له مخې د مالی چارو،معلوماتی ټیکنالوژۍاقتصاد،طب او نورو برخو کې په کارپوه او مسلکی خلک افغانستان ته ولېږی ترڅو د طالبانو سره د حکومتی چارو په ترسراوی کې مرسته وکړی.
ننګرهار یو تن اوسېدونکى طارق تسل پخپله فیسىوک پاڼې لیکلی (زه د اوبو د زېرمو مدیریت مسلکی انجنیر یم. کولاې شم چې د خپل هېواد لپاره په نیم معاش باندې، له رسمی کاری ساعتونو څخه څو ساعته زیات کار وکړم. هیله ده، چې زما پر ځای له بل هېواده خلک مه راغواړئ!.
همداراز د ټولنیزو رسنیو کارونکو لیکلی چې مونږ بې کادرونو نه یو ګاونډیان دې پرمونږ ملنډې نه وهی او نه دې زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوی مونږ په کافی اندازه بشری ځواک لرو چې کولاى شی د هیواد چاری پرمخ یوسی، له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې تلویزیونی مرکه کې ویلی و چې د افغانستان ځوانان د سیمې په کچه ډېر استعدادونه لری پاکستان څه چې د هیڅ هیواد بشری ځواک ته اړتیا نه لرو،همدا رنګه هغه وایی چې ددې هیڅ اړتیا نه لیدل کیږی چې مونږ دې له بهرنیو هیوادونو څخه مسلکی کسان راوغواړو.
اوس مهال د اسلامی امارت حکومت په دې اړه څه نه دی ویلی.
عمران خان په داسې حال کې دا څرګندونې کړی چې د طالبانو د راتک سره سم ګڼ شمیر افغانان بې دندې شول او په زګونو مسلکی کسانو هیواد پرېښود او نورو هیوادونو ته مهاجر شول.
تېرپنجشنبه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر خپور کړى و چې د طالبانو حکومت د بشری ځواک اومسلکی کارکونکو له کمی سره مخ دی راپور وایی چې طالبانوافغانستان ته د پاکستان له حکومته د مسلکی کسانو رالېږلو غوښتنه کړې.