غټ تیلفونونه بند دی په خلګو لمونځونه زده کړی 
غټ تیلفونونه بند دی په خلګو لمونځونه زده کړی 
 طالبانو د پکتيکا ولايت له مقام ادرسه خپلو کارکوونکيو ته ۹ ورځې وړاندې خپور شوی مکتوب ترلاسه کړی، چې پکې د طالب مشر ملا هبت له قوله ځينې شفاهي سپارښتنې شوې دي. 

طالبانو د پکتیکا ولایت له مقام ادرسه خپلو کارکوونکیو ته ۹ ورځې وړاندې خپور شوی مکتوب ترلاسه کړی، چې پکې د طالب مشر ملا هبت له قوله ځینې شفاهی سپارښتنې شوې دی.

په دغو سپارښتنو کې طالب مشر خپلو کارکوونکیو ته ویلی، د غټ موبایل (ځیرکو موبایلونو) له کارولو دې ډډه وکړی،

هېڅوک له دندې څخه د علماوو د لرې کولو حق نه لری او ټول کارونه له هغوی سره په مشوره ترسره کړئ،

شکایتونه مه کوئ، فقهی مجالس جوړ کړئ، تل د مدرسو او علماوو پوښتنه وکړئ، تر لمر ختو پورې مه بیده کېږئ، مدرسو کې د «امارت» نصاب تطبیق کړئ او په خلکو لمونځونه زده کړئ او ورته ښې توصیې وکړئ.

د طالب مشر له ادرسه په دې فرمان کې ځینې نورې لارښوونې هم شته او همدارنګه ټینګار شوی، چې د پکتیکا ولایت ټولې ادارې باید دغه سپارښتنې له کوم دلیل ویلو پرته عملی کړی.

 

 

دافغانستان ښځو خبری اژانس

  • نویسنده : د افغانستان د ښځو خبري اژانس
  • منبع خبر : د افغانستان د ښځو خبري اژانس