ډېر شمیر افغان محصلینې د نوی نظام په راتګ سره د دولتی پوهنتونونو د تړل کېدو له امله خپل راتلونکی ته اندېښمنې دی. د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو د پوهنځی محصلې بی بی خدیجې عزیزی د خبرګذاری زنان افغانستان ته ورځپانې ته وویل چې د دولتی پوهنتونونو دتړل کېدو له امله اندېښمنه […]
ډېر شمیر افغان محصلینې د نوی نظام په راتګ سره د دولتی پوهنتونونو د تړل کېدو له امله خپل راتلونکی ته اندېښمنې دی.
د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو د پوهنځی محصلې بی بی خدیجې عزیزی د خبرګذاری زنان افغانستان ته ورځپانې ته وویل چې د دولتی پوهنتونونو دتړل کېدو له امله اندېښمنه ده.
نوموړې زیاتوی چې هغه ښځینه محصلینې چې د زراعت،وترنرۍ،انجنیرۍ،حقوقو او سیاسی علومو په پوهنځیو کې د زده کړو بوختې وې نا هیلۍ سره مخ دی ځکه هغوى د هیواد په راتلونکی کې ځان نه وینی او هغوى ته به په راتلونکی کې مناسبودندو ترسره کولولپاره فرصت ور نکول شی
دننګرهار پوهنتون یوه بله محصله نازیه سیرت چې د عامه ادارې او پالیسۍ په پوهنځی کې په درس ویلو بوخته وه وویل دیوې محصلې په توګه
اندیښنه مې دخپل ځان او دانجونو زده کړو ته ډیره ده ځکه ټولې انجونې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دی
که چرته پوهنتونونو درسونو جریان درلود نو اوس به یو دوه سمستره مخکی تللى وو او خپل هدف رسیدو ته به مو مزل لنډ کړى وو
خو دپوهنتون بندیدو له امله ټولې انجونې په کورو دی ددې ډول شرایطو له امله انجونو مطالعه پریښې او په ژور خفګان اخته شوی
ځکه له درسونو زړه توری او ناهیلې شوی.نوموړې د
داسلامی امارات حکومت نه غوښتنه وکړه چې ددولتی پوهنتونونو او مکاتبو دشروع کیدو په اړه ژر او جدی اقدام وکړی
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقی حقانی تېره چهارشنبه د جدی په ۲۲مه په یو خبرې ناسته کې وویل چې اوسمهال ۴۰ دولتی او ۱۵۰خصوصی پوهنتونونه په افغانستان کې فعالیت لری چې خصوصی پوهنتونونه د سنبلې په ۱۵ د محصلینو پرمخ پرانستل شوې او دولتی پوهنتونونه د اقتصادی ستونزو له امله تړل شوی او ډېر ژربه پرانستل شی