طالب چارواکی وایی چې یاده پیښه په الینګار ولسوالۍ کې د طالب او داعش جنګیالیو ترمنځ په مخامخ جګړه کې رامنځته شوې چې د طالبانو په وینا د فیروز په ګډون درې داعش جنګیالی وژل شوی. خو په لغمان کې یوې باوری سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلی چې په […]
طالب چارواکی وایی چې یاده پیښه په الینګار ولسوالۍ کې د طالب او داعش جنګیالیو ترمنځ په مخامخ جګړه کې رامنځته شوې چې د طالبانو په وینا د فیروز په ګډون درې داعش جنګیالی وژل شوی.
خو په لغمان کې یوې باوری سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلی چې په الینګار کې یاد وژل شوی داعش نه بلکې عام سیمه ایز وګړی دی. چې داعش په نوم وژل شوی.
سرچینه ادعا کوی چې وژل شوی کسان د طالبانو د سیمه ایزو جنګیالیو د خپلو شخصی دښمنیو له امله وژلی دی.
طالبان په داسې حال کې د داعش جنګیالیو د وژلو ادعا کوی چې طالب مشران په افغانستان کې د داعش شتون مکمل ردوی