لغمان ځوانان: د کانکور ازموینې ځنډیدل به مو روحیه کمزورې کړی
لغمان ځوانان: د کانکور ازموینې ځنډیدل به مو روحیه کمزورې کړی

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه خپره شوې ویډیو کې سږ کال د کانکور ازمونې د نه اخیستلو خبر ورکړی؛ چې د دولسم فارغ زده کوونکی یې ناهیلی کړی دی. د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکی ګل محمد امن وایی چې مونږ نشو کولای چې د کانکور امادګۍ لپاره نور هم […]

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوه خپره شوې ویډیو کې سږ کال د کانکور ازمونې د نه اخیستلو خبر ورکړی؛ چې د دولسم فارغ زده کوونکی یې ناهیلی کړی دی.

د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسیدونکی ګل محمد امن وایی چې مونږ نشو کولای چې د کانکور امادګۍ لپاره نور هم له کوره لرې په جلال اباد کې پاتې شوو. نوموړی وایی:« مونږ تقریبا اته میاشتې وشوې جلال اباد ته د کانکور امادګۍ لپاره راغلی یوو، څه مالی امکانات مو چې درلودل؛مخ پر ختمیدو دی».
لوړو زده کړو وزارت مسوولین وایی چې سږکال ځکه کانکور ازموینه نه اخلی چې لا هم په پوهنتونونو کې د اول صنف محصلین شته؛ د نورو د ځای کولو ګنجایش نلری.

د مهترلام اوسیدونکې لینا ارین وایی چې نه پوهیږی کال ته به یې د کامیابۍ چانس څومره وی؛ د دوه کالو زده کوونکی به امتحان ورکوی. لینا وایی« معلومه ده چې جذب پخوانۍ دی او د ګډونوالو تعداد زیاتیږی نو چانس هم کمیږی».

که یو طرف د لوړو زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د ځای د نشتون خبره کوی خو بل طرف له پوهنتونونو د استادانو وتل محصلین اندیښمن کړی دی.