لغمان ولایت کې یو ځوان چې عصبی تکلیف یې درلود؛ کور ته د وسلې سره ننوتی او درې نفر یې ویشتی. د دې ځوان ورور مدثر یوسفزی وایی چې په کور کې یې هیڅوک هم پاتې نه دی. د هغه په وینا چې ورور یې له کوم طالب څخه وسله کور ته راوړې و […]
لغمان ولایت کې یو ځوان چې عصبی تکلیف یې درلود؛ کور ته د وسلې سره ننوتی او درې نفر یې ویشتی.
د دې ځوان ورور مدثر یوسفزی وایی چې په کور کې یې هیڅوک هم پاتې نه دی.
د هغه په وینا چې ورور یې له کوم طالب څخه وسله کور ته راوړې و او د کور ټول غړی یې ویشتی.
یوسفزی وایی: «زه به له روغتونه کور ته لاړشم خو مور او مشر ورور مې وژل شوی او کشر ورور عاطف مې زخمی دی».
تراوسه د دې پیښې انګیزه څرګنده نه ده. او نه هم طالب چارواکو یې په اړه څه ویلی دی. خو په دې ورځو کې له لغمان او ننګرهار خواره زیات د کورنی تاوتریخوالی خبرونه ورکول کیږی. چې د نظر خاوندان یې د خلکو بیکاری او روانی حالات ګډوډی بولی.