لمند: طا.لبانو اووه کسانو یې په عام محضر کې په دُرو ووهل
لمند: طا.لبانو اووه کسانو یې په عام محضر کې په دُرو ووهل

خبرگزاری زنان افغانستان: په هلمند ولایت کې د طا.لبانو ۷ تنه کسانو د غلا په تور عام محضر کې په دُرو وهل دی. په هلمند ولایت کې د طا.لبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض وایی، چې دغو کسانو ته نن د “پنج شنبه د میزان په ۲۰مه” په مرکز لښکرګاه ښار کې […]

خبرگزاری زنان افغانستان: په هلمند ولایت کې د طا.لبانو ۷ تنه کسانو د غلا په تور عام محضر کې په دُرو وهل دی.

په هلمند ولایت کې د طا.لبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمدقاسم ریاض وایی، چې دغو کسانو ته نن د “پنج شنبه د میزان په ۲۰مه” په مرکز لښکرګاه ښار کې سزا ورکړل شوې ده.

نوموړی زیاتوی، یاد اووه تنه چې په غلا تورن وو، هلمند کې د طا.لبانو د شهری محکمې له لوری د ۲۵ څخه تر ۳۰ دُرو پورې عام محضر کې وهل شوی او تورن کسانو پر یاده پریکړه او سزا قناعت کړی دی.

د هغه په خبره، هلمند کې د طا.لبانو د محکمې پریکړه د دغې ډلې د تمیز او سترې محکمې له لوری هم تایید شوې وه.

طا.لبانو تر دې وړاندې هم لسګونه کسان په هلمند او نورو ولایتونو کې په دُرو وهلی دی.