لیکونکې:فاطمه صمیمی افغانې میرمنې چې د درې لسیزو جګړو او په دې جګړو کې ترنورو ډېرې قربانی شوی اوس د سولې او نوی رژیم جوړېدو قربانی کېږی. په افغانستان کې د جمهوری نظام جوړېدو سره سم یو ځل بیا د ښځو د حقوقو د تأمین او خوندیتوب روښانه دوره پیل شوه. د بن په کنفرانس […]

لیکونکې:فاطمه صمیمی

افغانې میرمنې چې د درې لسیزو جګړو او په دې جګړو کې ترنورو ډېرې قربانی شوی اوس د سولې او نوی رژیم جوړېدو قربانی کېږی.
په افغانستان کې د جمهوری نظام جوړېدو سره سم یو ځل بیا د ښځو د حقوقو د تأمین او خوندیتوب روښانه دوره پیل شوه. د بن په کنفرانس کې سیما ثمر لومړنۍ میرمن وه چې د انتقالی حکومت په کابینه کې د وزارت په دنده وګمارل شوه.
له هغې وروسته دافغانو میرمنوپرمخ یو ځل بیا د آمانی فکر مطابق د پرمختګ دروازې پرانستل شوې.
ښځو د تعلیم،تحصیل،په اداراتو کې او حتا د رهبرۍ په کچه کار او فعالیت پیل کړ.
د انتقالی حکومت چې په راس کې حامد کرزی قرار درلود د ښځو لپاره د ښځو چار وزارت جوړ شو. نه یوازې وزارت بلکې د نجونو لپاره ښوونځی،سواد آموزۍ،او حرفوی زده کړو لنډ مهاله کورسونه جوړ شول.
په بیلابېلو برخو کې ښځې په مسلکی توګه وروزل شوې.آن د لوړو زده کړو لپاره یې بهرنیو هیوادونو ته سفرونه وکړل له لسانس څخه تر دوکتورا پورې یې په بیلابېلو برخو کې عالی تحصیلات لاسته راوړل او ډېرى میرمنې هیواد ته د خدمت په موخه راوګرځیدې ترڅو ترلاسه شوې پوهه خپلو خلکو ته د خدمت په موخه په کار واچوی.
له ۱۳۸۲ هـ ش کال نه تر۱۴۰۰ هـ ش کال پورې افغانو میرمنو له توقع خلاف پرمختګ وکړ. په علمی،سیاسی،اقتصادی،ټولنیزو او فرهنګی مراکزو کې د ښځو حضور او ګډون د تورې دورې خلاف ډېر شو.
د ولسمشر غنی حکومت په وخت ښځوته په ملکی ادارتو کې دېرش سلنه برخه ورکول شوه؛ ترڅو د خپلو ورنو سره اوږه په اوږه د هیواد د پرمختګ لپاره کار وکړی.
افغانستان دغه مهال ښځینه ښارواله،ښځینه والی،ښځینه سفیرانې،ښځینه ولایت مرستیالانې،په پارلمان،ولایتی شورا کې ښځینه استازې،عدلیې برخه کې ښځینه قاضیانې،څارنولانې،سوداګرې میرمنې،ښځینه پیلوټانې،ښځینه جنرالانې…درلودې.
کله چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې مذاکراتو جریان درلوده د حکومت په مذاکراتې ټیم کې هم ښځینه استازې موجودې وې ترڅو د ښځو استازولی وکړی چې د ښځو هغه لاسته راوړنې چې د شل کالو په اوږدو کې یې په ډېر زحمت او سختو مبارزو لاسته راوړې وې له لاسه ورنه کړی.
هغه لاسته راوړنې په سیاسی،اقتصادی،فرهنګی،ټولنیز،نظامی او ښوونې او روزنې په برخه کې لکه:په ملکی، دولتی او غیردولتی موسساتو،سوداګریزو ادارو،رسنیو او ټولنیزو نهادونو کارکولوپه برخه کې درلودې له تقریباً له لاسه ورکړې.
دطالبانو له لورې د کابل نیولو سره سم په ټولو ادارتوکې (د صحت پرته) د ښځو په کار کولو بندیز ولګېده،او ټولې ښځینه کارمندانې چې پورته ذکر شویو ادارو کې یې کار کاوه په کور کېناستې.
فعلانې میرمنې وایی ټولې هغه لاسته راوړنې چې مو په ډېر زحمت سره ترلاسه کړې وې له لاسه ورکړې، مونږ به هیڅکله ارامه د خپلو ارزښتونو د لاسه ورکول له امله کېننو.تر هغه به خپلو لاریونونواو مبارزو ته دوام ورکړو ترڅو چې خپل حقه حقوق ترلاسه کړو.
همدارنګه ملګرو ملتونو هم د طالبانو رسمیت پېژندنې یو شرط د ښځو ته د هغوى حقونو ورکول ایښی دی.
ښځې د هغوى حقونو څخه محرومول د دې هیواد نیمه برخه محرومول دی.
همدارنګه اسلامی شریعت،بین المللی قوانین،بشری حقوق د ښځو د کاراوزده کړوممانعت نه کوی.خو اسلامی شریعت ورته شرطونه لری چې له هغو د حجاب مراعاتول او د کار مشروع والى…دی.
سربیره پردې چې افغانې میرمنې باحجابه هم دی او نامشروع کارونه هم نه کوی بیا هم په بیلابېلو پلمو له سیاسی مشارکت،اقتصادی فعالیت،رسنیز ډګر… کې له کار کولو له امله محرومې شوی.
دا چې افغانې میرمنې به څومره خپلې لاسته راوړنې بیا ترلاسه کړی یانه دې ته به وخت ځواب ووایی.