په ټوله نړۍ کې یو شمېر کډوالو، د بشری حقونو، د ښځو د حقونو، مدنی ټولنو، ژورنالیستانو او د دغه هېواد پخوانیو پوځیانو د «مهربان نامه» په نوم یو لیک کې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان څخه غوښتی چې له دغه هېواده د افغان کډوالو اېستل ودروی.
د بشری حقونو دغو فعالانو او کډوالو د «ایران څخه د افغان کډوالو د جبری ایستلو د مخنیوی وګړئ» تر عنوان لاندې کمپاین پیل کړی او ویلی یې دی چې د دې کار موخه د هېواد د کډوالو لپاره عدالت غوښتنه ده.
په دغه لیک کې راغلی: «له هغه وروسته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د هېواد سیاسی او امنیتی وضعیت بدل شوی دی، په جدی توګه خراب شوی دی. ډیری خلک چې په تېر حکومت، اردو، امنیتی، رسنیو او نړیوالو ادارو کې د کار کولو مخینه لری، په ځانګړې توګه پوځی پرسونل او ژورنالیستان، د محاکمې، شکنجې او آن د اعدام له جدی خطر سره مخ دی.
د هېواد دغو کډوالو او د بشری حقونو فعالانو په دغه لیک کې د ایران ولسمشر ته په خطاب کې ویلی: « ځینو کډوالو لخوا په انفرادی او یا شخصی توګه ځینې جنایتونه ترسره شوی دی چې په داسې ډول عام ګڼل کېږی، چې د کډوالو ټوله ټولنه زیانمنوی. جرم شخصی دی او باید د کډوالو ټولې ټولنې یا یوې ځانګړې ډلې پورې ونه تړل شی.»
دافغانستان ښځو خبری اژانس
- نویسنده : د افغانستان ښځو خبري اژانس
- منبع خبر : د افغانستان ښځو خبري اژانس