له ایران څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو د بهیر دوام؛ په یوه اونۍ کې ۵ زره کسان له ایران ایستل شوی دی
له ایران څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو د بهیر دوام؛ په یوه اونۍ کې ۵ زره کسان له ایران ایستل شوی دی

په نیمروز کې سیمه ییزې سرچینې وایی، په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۵ زره افغان کډوال په زوره ایستل شوی دی. سیمه ییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ «سنبله ۲۴» وویل چې د روانې اوونۍ له پیله تر اوسه ۵۱۸۸ تنه مهاجر له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوی دی. […]

په نیمروز کې سیمه ییزې سرچینې وایی، په تېره یوه اوونۍ کې له ایران څخه څه باندې ۵ زره افغان کډوال په زوره ایستل شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ «سنبله ۲۴» وویل چې د روانې اوونۍ له پیله تر اوسه ۵۱۸۸ تنه مهاجر له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو د پله له لارې افغانستان ته ننوتلی دی.

ایران هره اونۍ په زرونو افغان کډوال په زوره د نیمروز د ورېښمو د پله او د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته را استوی.

خبرگزاری زنان افغانستان