خبرگزاری زنان افغان: په نوی ښوونیز کال کې په هېواد کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو نه پرانیستل کېدل په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوی دی. د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال وایی، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اجراییه رییس د نجونو پر […]
خبرگزاری زنان افغان: په نوی ښوونیز کال کې په هېواد کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو نه پرانیستل کېدل په کور دننه او بهر له غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال وایی، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق اجراییه رییس د نجونو پر زدهکړو بندیز د افغانستان په زیان بولی. بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم وایی، چې سرپرست حکومت د بشری حقونو له نقض او له تحصیل نه د نجونو له محرومولو لاس نه اخلی او له سرپرست حکومت سره د امریکا د اړیکو عادی کېدل شونی نه دی.
دغه راز د نوی ښوونیز کال په پېلېدو سره، په افغانستان کې د یوناما دفتر یو ځل بیا له سرپرست حکومته غواړی چې د ښځو او نجونو پر وړاندې پر تبعیضی تګلارو بیا کتنه وکړی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق “یونېسف” په یوې خبرپاڼې کې ویلی دی، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو او تحصیل بندیز له زده کړو نه د څه باندې یو میلیون نجونو د محرومېدو لامل شوی او هغوی یې له روحی او روانی ستونزو سره مخ کړی دی.
خبرگزاری زنان افغان
#Recognize_Gender_Apartheid_in_Afghanistan